زرګونو بې روزګارو کسانو پر رن وې امتحان ورکړ
د هند په اړیسه رياست کې په زرګونو کسانو د الوتکو د ځغاستې پر پټۍ يا رن وی امتحان ورکړ. د ازموينې لپاره ورغليو کسانو غوښتل چې د کورونو لپاره د امنيت ساتونکو يا سيکيوريټي ګارډ په حیث مقرر شي. د سيکيوريټي ګارډ د کار لپاره د دومره زياتو خلکو حاضریدل د بې روزګارۍ هغه ستونزه په ګوته کوي چې د هند او پاکستان ترڅنګ د جنوبي او منځنۍ اسيا په يو شمیر نورو هيوادونو کې موجوده ده. په دې اړه نور حال د احمد ميلاد نسيمي او داود خټک په دا راپور کې وګورئ.