په امريکا کي د پاکستان سفير حسېن حقاني له خپلي څوکۍ څخه استعفا ورکړه. نوموړي دا اعلان د ټولنيزې وېب پاڼي ټويټر له لاري نن د نهي په ماښام وکړ او زياته يې کړه چي خپله استعفا يې د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ته وړاندي کړې ده. په دې اړه د پاکستان وزیراعظم یوه ویاند ويلي چې د هغه استعفا ومنل شوه.
حسین حقاني په ټویټر کې ليکلي، زه غواړم چي د داسي پاکستان د جوړولو لپاره کار وکړم چي له کرکې( تعصب( او سخت دريځۍ څخه پاک وي او خپله ټوله انرجي به پر همدغه کار لګوم.
نوموړي دا استعفا د هغه لانجمن لیک وروسته ورکړه چې د سږ ني ۲۰۱۱م کال د اکتوبر پر لسمه نيټه د برتانيیا په یوه مشهوره ورځپاڼه کې د پاکستاني نژاده امريکايي لیکوال منصور اعجاز لیکنه خپره شوه.
په خپله دې لیکنه کې منصور اعجاز ادعا کړې چې په واشنګټن کې د پاکستان سفير حسین حقاني د امريکا د ګډو ځواکونو د هغه وخت د عمومي مشر امير البحر مایک مولن په نوم د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري یولیک ورته سپارلی،چې پکې له نوموړي څخه د سمدستي مرستې غوښتنه شوې.
د لیکوال په خبره زرداري مایک مولن ته لیکلي، داسې نخښې نښانې شته چې د پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پرويز کیاني غواړي دده حکومت د یوې پوځي کودتاه له لارې وپرځوي.
زرداري په دې احتمالي لیک کې له مایک مولن نه مرسته غوښتې چې د کیاني ددې ګام په مخنیوي کې چابک اقدامات وکړي.
خو په امريکا کې د پاکستان سفير حسین حقاني،پخپله زرداي،صدراعظم او نورو لوړپوړو سرکاري ( دولتي) چارواکو ددغسې یوه لیک لیږل په کلکه رد کړل.