د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ګڼ وسلوال د برید وروسته وژل شوي


د پکتیکا مرکز ښرنه
د پکتیکا مرکز ښرنه
د افغانستان د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، تيره شپه د دې ولايت د برمل ولسوالۍ اړوند مرغې په سيمه کې يې ګڼ شمير وسلوال مخاليفين وژلې دي.

همدا راز د پکتيکا ولايت د سر روزې ولسوال محمد اکبر او د ده يو ساتونکى، چې تېره ورځ په يوه چاودنه کې ټپي شوي وو، مړه شول.

د پکتیکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې د چار شنبې په شپه په لسګونو وسلوالو د دې ولايت د برمل ولسوالۍ د مرغې په سيمه کې د افغان او ايساف ځواکونو په يوه پوځي اډه وسلوال بريد وکړ، چې افغان او ايساف ځواکونو په جوابي بريد کې د ايساف په هوايي ملاتړ له شپيتو زيات مخاليفين وژلي او نور يې شا تګ ته اړ کړي.

د پکتیکا د والي وياند مخلص افغان زياتوي،چې په دې پيښه کې افغان او ناټو ځواکونو او هم عامو خلکو ته کوم زيان ندى اوښتى.

وسله والو طالبانو او نورو ازادو سرچينو د دې پيښې په اړه تر اوسه څه ندي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پکتيکا ولايت د سر روزې ولسوال محمد اکبر او د ده پنځه ساتونکي په يوه چاودنه کې ټپي شوي وو،او نن چارشنبه د سر روزې ولسوال محمد اکبر او د ده يو ساتونکى د ټپونو له امله مړه شول.

د پکتیکا والي وياند مخلص افغان په وينا د څلورو ټپي ساتونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
XS
SM
MD
LG