د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م تمه لري په شام کې به د عرب لیګ پلان عمل شي


د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون وايي تمه کوي په شام کې دتشدد ختمولو په لړکې به دعرب لیګ منصوبه زر تر زره عملی کړی شي.

د رپوټونو ترمخه شام د عرب لیګ د وړاندیزونه هغه منصوبه منلې ده چې پکې د قیدیانو خوشي کول، دلارو کوڅو نه امنیتي ځواکونه ویستل او دحکومت او مخالفه ګوندونو ترمنځه خبرې اترې شاملې دي.

ملګري ملتونه وايي د روان کال د مارچ نه په شام کې د جموریت غوښتونکو مظاهره چیانو خلاف د حکومتي کاروایانو په نتیجه کې تر دې دمه څه باندې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

ددې ماملې په اړه خپل غبرګون کې امریکا یو وار بیا د شام ولسمشر بشارلاسد باندې غږ کړې چې واک دې پریږدي ځکه چې هغه د واکمنۍ جایز حق له لاسه ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG