د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د حکومت پلو او یاغي پوځيانو ترمنخ نښتې شوې


په شام کې له هغو جګړه کوونکو سره چې فکر کیږي پوځ یې پرېښی دی په نښتو کې د دې هیواد شل عسکر وژل شوي او درې پنځوس نور ټپي شوي دي.

په بریتانیا کې مېشته په شام کې پر بشري حقوقو نظر لرونکې ډله وايي چې دا نښتې د هومس نومي سیمې په بابا امرو په ضلع کې رامنځ ته شوې دي.

یاده شوې ډله دا هم وايي چې په دې سیمه کې د ډزو له امله د دولس عام وګړو د وژل کېدو تر څنګ یو شمېر نور په خپلو کورونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

په عین حال کې د شام ولسمشر بشارالاسد د بریتانې له سنډې ټلیګراف نومي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې که د لویدیځ طاقتونو په شام کې مداخلت وکړ نو د دې له امله به منځنی ختیځ به اور کې وسوځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG