د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات په مانړي کې د وران سکول ستونزه


د سوات په مانړۍ کې ماشومان په کنډواله سکول کې زده کړی کوي
د سوات په مانړۍ کې ماشومان په کنډواله سکول کې زده کړی کوي
نيازاحمدخان - سوات

دسوات مانړۍ سیمه چې له مينګورې ښاره ۳۴ کلوميټره دسوات او دير په پوله لرې پرته ده .په دې کلی کې ۱۱۰۰۰ وګړي اوسي چې یوازنۍ هايي سکول یې د ۲۰۰۹م کال سیلاونو تباه کړی دی.

اوس یې د سکول څه له پاسه ۷۰۰ زدکونکي په خیمو کې زدکړې حاصلوي.له اتم جماعت نه تر لسم پورې زده کونکو له پاره د استاذانو کمی دی او د ساينس مضمون لپاره ښوونکي هم نشته.

د سوات د مانړۍ زدهکونکي د خپل سکول د وراندېدلو وروسته اوس په خېمو کې زده کړی کوي
د سوات د مانړۍ زدهکونکي د خپل سکول د وراندېدلو وروسته اوس په خېمو کې زده کړی کوي
په دغه سکول کې د نهم جماعت یو زده کونکی عبدالولي وايي، چې له دوو کالونو راهیسې یې سکول وران دی. په يخني کې سبق نه شي ويلای.د سکول د ودانۍ د نيشتوالي له کبله زدکونکي له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

دلسم جماعت ميرمحمدوايي، چې په سکول کې داستاذانو سخت کمی دی او دساينس مضمون ښونکي نيشته چې له کبله یې وخت ضائع کيږي .

په دغه سکول کې دډراينګ يو استاذ وايي، دوی د ډرایینګ ښودلو پر ځای د نورو مضمونو زدکړې ورکوي چې طالبعلمان یې د ډراینګ له زدکړو بې برخې شوي دي.دی زیاتوي داسيمه ډيره لري ده اود تعلیم محکمه کې د سياسي مداخلې له وجې دې سيمې ته حکومت استاذان نه راليږي .

يوبل استاذ وويل چې وړاندې د دوی په سکول کې ماشومانو ته ښه زدکړې ورکول کېدې او دده په خبره له دغه سکول ډېر قابله زدکونکي فارغه شوي خو اوس داسانتياو د کمي له وجې دکلي ماشومان له ښه تعلیمه محروميږي.


د سوات د مانړۍ وران شوی سکول
د سوات د مانړۍ وران شوی سکول
ددغه سکول په اړه دکلي يوسپين ږيري فيروزخان وویل، چې دوی په بيابيا محکمه تعليم او دسيمې سياسي مشرانو سره د خپلو ستونزو په باب خبرې کړې خو حکومت ورته تشې وعدې ورکوي. او لا هم د سکول ودانۍ نه ده جوړه شوې.




ددغه سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی وقار خان وایي، چې دغه سکول بیا ودانوال دامريکايي حکومت د خصوصي پروګرام برخه ده خو په سیمه کې د زمکې نيشتوالي ستونزه رامنځ ته کړېده.او دا خبره یې رد کړه چې د سیاسي لاسوهنې له وجې د استاذانو د کمي مسله نه هواروي.

دی زیاتوي چې د استاذانو کمی په ټوله خیبر پښتونخوا دی او څنګه چې بهرتيانې وکړی شي نو دغه سيمې ته به استاذان وليږي.
XS
SM
MD
LG