د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي وژنه د ټولواکه مشرانو لپاره یو پیغام


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما

د امریکا صدر بارک اوبامه وایی د لیبیا پخواني واکمن معمر قذافي پخپله په خپل هیواد کې د جمهوریت راوستللو موقع له لاسه ورکړه ، چی وژنه یی په نړۍ کې ټولواکه مشرانو لپاره یو پیغام دی.


اوبامه د این بي سي چینل په یو پروګرام ټونایټ شو کې کوربه جې لینو ته وویل چې قذافي په خپل هیواد کې ویره ترهه راوستی وه او د څلویښتو کالو لپاره یی د ترهه ګري ملاتړ کړی و.

ولسمشر اوباما وایي،" هغه د 40 کاله لپاره د ویری ترهه له لاری حکومت کؤ، د ترهه ګري ملاتړی و ، او د عربي هیوادونو د پاڅون پر مهال ورسره دا موقع وه چې واک پریږدي او په پرامنه طریقه جمهوریت ته د انتقال لپاره لاره هواره کړي.

موږ هغه ته کافي موقع ورکړی وه خو هغه داسی و نه کړ. ظاهري خبره ده، د چا داسی انجام هیڅوک لیدل نه غواړي، خو زما په فکر دا په نړۍ کې ټولواکه مشرانو لپاره یو پیغام دی چې خلک آذادي غواړي."


د نوموړي دا خبری له هغې وروسته مخې ته راغلي چې قذافي د وژل کیدلو پنځه ورځې پس په صحرا کې په یو خفیه ځای کې ښخ کړل شو.

بلخوا نیټو هیوادونو نن په برسلز کې وییلي، په لیبیا کې د خپل مشن د ختمولو فیصله یی ځنډولې ده.


نیټو په لیبیا کې په هوایی کمپین کې برخه لري، چې د روانې میاشتې تر پای پورې به سر ته رسیدو. نن یی په برسلز کې وییلي د نیټوادونو د لیبیا د کمپین په اړه به د راروانې جمې په ورځ د لیبیا د انتقالي شوره سره خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG