د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي ۳۰و هیوادونو ته د مرستو اپیل کړی.


ترکیی چې وړاندی یی د زلزلې په لړ کې د بهرنۍ مرستې پیشکش رد کړی و اوس نړیواله مرسته تر لاسه کول غواړي.

د ترکیی د مطبوعاتو تر مخه د دغه هیواد حکومت د اسرایل په ګډون 30 هیوادونو ته خواست کړی چې د بیړنۍ مرستې سامان، خیمې او تیار کورونه دې ورته ورکړي.


دغه زلزله چې د اتوار په ورځ په ختیځه ترکي کی راغلی وه کچه یی 7.2 وه او لږ تر لږه پکې څلور سوه نهه پنځوس کسان مړه شوي . په زلزله کې د 2000نه زیات کورونه تباه شوي دي .


په هیواد کې د ژغورني عملیات دوام لري چي په ارجش ښار کی د یوی ودانۍ د ملبې نه یو 18 کلن هلک او یوه بله 27 کلنه ښځه ژوندي راویستل شوي. دغه ښار د زلزلې نه تر ټولو زیات اغیزمن شوی و.


بل لورې متاثرین شکایت کوي، چې انتظامییه په چټکه د ژغورنی عملیات نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG