د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان تر مینځ په غلام خان لاره باید سوداګري وشي.


د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وايي، چې ډير زر به له پاکستان سره د خوست او ميرانشاه ترمنځ د غلام خان لارې په رسمي ټرانزيټ خبرې وکړي
.

ډاکتر انور الحق احدي د نهي په ورځ په خوست کې د قامي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې استازو او دولتي چارواکو ته په يوه غونډه کې وويل، چې د غلام خان لاره د سپين بولدک او تورخم نه نيږدې او اقتصادي ده.

او دوي غواړي، چې له پاکستان سره د خبرو ترڅنګ هيواد د ننه هم د دې لارې د عملي ټرانزيټ لپاره د خپل حکومت له اړخه هم د ټرانزيټ ټولې اسانتياوې برابرې کړي.


له طالبانو وروسته د نوي حکومت په راتګ ولسمشرکرزي د خوست له خلکو سره څوځلې ژمنه کړي ده چې د غلام خان لار به رسمي ترانزيټ کیږي خوتراوسه دا ژمنه نه ده عملي شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG