د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولانا حسن جان قاتل ته مجاهد نه شم ویلای


د جمعیت العلماء‌ اسلام مشر مولانا فضل الرحمن
د جمعیت العلماء‌ اسلام مشر مولانا فضل الرحمن
د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د مولانا مفتي محمود په یاد جوړه شوې غونډه کې د جمعیت العلماء‌ اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل،د پاکستان د ټولو مذهبي ګوندونو دا متفقه اعلامییه ده چې د ملک د آیین او قانون له مخې به د وسوالې مبارزې پرته خپله مبارزه جاري ساتو.او په دې ملک به له سیاسي او جمهوري لارې بدلون راوړو.

داسې نشي کېدای چې زه دې مولانا حسن جان شهید بولم او د هغه وژونکي ته دې مجاهد ووایم،داسې نشي کېدای چې زه دې مولانا معراج الدین ته شهید وایم ،د هغه په جنازه دې ویر کوم او دهغه قاتل ته دې مجاهد ووایم.

دده په خبره چې جمعیت العلماء‌ اسلام د پاکستان یو له لویو مذهبي ګوندونو څخه دی چې د پاکستان علماء په کې راټول دي او د دوی ګوند په ملک کې له جمهوري لارې تبدیلي غواړي. هغه څوک چې توپک یې راخیستی او په موږ ګویا تور لګوي چې تاسو ولې وسله واله مبارزه نه کوی.نو هغوی ته زه دا وایم چې موږ ته د امن لاره خپلو اکابیرینو ښودلې او د هغوی په نقشې قدم به ځو .

مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې افغانستان افغانستان دی او پاکستان پاکستان دی. موږ د افغانستان په خلکو هیڅ خپله رایه نشو تپلای،که د افغانستان خلک په خپل هیواد کې د امریکا ضد جګړه کوي ،خو څنګه یې کوي دا دوی خپل کار او اختیار دی. ٬٬

مولانا فضل الرحمن وویل که په افغانستان کې تحریک طالبان د امریکا په اړه خپل دریځ (موقف) بدلوي نو د ادوی خپله خوښه ده.

د پاکستان د طالبانو په اړه مولانا فضل الرحمن وویل په دې ملک کې دده په خبره د طالبانو په نامه د هیڅ تحریک وجود نشته.په دې ملک کې یو جماعت او یوه مشرتابه ده چې په هرکلي او ګوټ کې خپل تنظیمي تشکیل لري .خپل امیر لري،خپل مفتي لري،خپل قاضي لري او هغه جمعیت العلماء‌ اسلام دی.

مولانا فضل الرحمن وویل په پاکستان کې د طالبانو د بریدونو په اړه وویل، داسې نشي کېدای چې زه دې مولانا حسن جان شهید بولم او د هغه وژونکي ته دې مجاهد ووایم،داسې نشي کېدای چې زه دې مولانا معراج الدین ته شهید وایم ،د هغه په جنازه دې ویر کوم او دهغه قاتل ته دې مجاهد ووایم.داسې نشي کېدای چې په مولانا محمدخان شیراني باندې برید کونکی دې مجرم هم وي او مجاهد هم.دوی دې په موږ قاتلانه حملې کوي او موږ دې دوی ته مجاهیدین وايو.زموږ د ګوند له هغوی سره هیڅ تعلق نشته.په پاکستان کې به د جمعیت العلماء‌ اسلام رایه چلېږي،د ټول ملک د علماء‌ رایه به چلېږي.متفقه رایه به چلېږي او موږ به د هغه پېروي کوو.
XS
SM
MD
LG