د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیونیس کې رایه اچول پیل شوې


په تیونس کې نن د اوږمهاله واکمن زین العابدین بن عالي له لرې کېدو نهه میاشتې وروسته رایې اچول پیل شوې چې ددغه هیواد په تاریخ کې لومړی آزاد او ګڼ ګوندیزه انتخابات دي.

د تونیس رایه اچونکي به د ۲۱۷ پارلماني څوکیو لپاره غړي ټاکي چې نوی ایین به جوړوي او یو لنډمهالی حکومت به ټاکي.



په تونیس کې رامنځ ته شوي پاڅون په نورو عربي هیوادونو مصر ،لیبیا ،شام او نورو سیمو کې هم ولسونه دې ته وهڅول چې د واکمنو رژیمونو پر ضد را پورته شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي تیونس سیمې او نړۍ ته یو تاثر ورکړی دی. او د هغه په خبره په دې هیواد کې ولس ته د خپلې رايې د څرګندولو او د جمهوري بدلون لپاره انتخابات ډېر مهم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG