د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واشنګټن کې د "مجاهیدین خلک" په ملاتړ لاریون


د امریکا په پلازمېنه واشنګټن په سلګونه کسانو د سپینې ماڼۍ مخې ته د دې لپاره احتجاج کړی دی چې ولسمشر باراک اوباما دي په ایران کې د اپوزېشن یوه ډله ً مجاهدین خلک ً د ترهګرو له لسټه وباسي.

دا ډله په بمي چاودونو او وژنو تورنه ده او یو وخت یې د عراق د پخواني واکمن صدم حسېن له رژیم سره هم اړیکي وې. امریکا په کال نولس سوه اووه نویم کې مجاهدین خلک سازمان د ترهګرو په لسټ کې شامل کړ.

اوس که چیري دا ډله له دې لسټه و اېستل شي نو به د دې جوګه وي چې پیسې راغونډې کړي او په امریکا کې خپل فعالیتونه وکړي ، چې اوس نه شي کولای.

دا ډله وايي چې دوی په ۲۰۰۱لومړي کال کې له تشدده لاس واخیست.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG