د لاسرسي ځای

تازه خبر

که اورپکي وسله وغورځوي نو خبرې وسره کوو.رحمان ملک


د پاکستان د داخله چارو وزیر رحمان ملک ویلي حکومت دهغه وسله والو ډلو سره خبرو اترو ته تیار دې چې اول وسله کښېږدي . رحمان ملک زیاته کړه چې دپاکستان حکومت ته غیرقانونه ګرځول شوي ډلو او تنظیمونو لخوا د روغې جوړې پیغامونه راغلي دي. د خبریالانو په دې پوښتنه چې د نومړي اشاره کومو وسله والو ډلو ته ده رحمان ملک وویل دا ډیره پټه خبره ده. نوموړي دا خبرې د پاکستان صوبه بلوچستان کې کولې چیرته د تره ګرۍ او وسله وال فعالیتونو له وجې ډیره ناآرامي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG