د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځانګړی رپورټ: د غوره هیواد درجه؛ اقتصادي، مالي ګټې


ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ
- په نړيوال اقتصاد کې د هيوادونو لپاره برامدات ډېر زيات مهم ګڼل کېږی. هيوادونو له يو بل سره د اقتصادی اړيکو پراخولو لپاره تر ټولو غوره هيواد حيثيت ورکوی چې انګريزی اصطلاح یې Most Favored Nation ده.

د نړی زياتره هيوادونو له يو بل سره د ازاد تجارت پرېکړی هم کړې دي.

په اسلام اباد کې، د اقتصادی چارو کارپوه اکرام هوتي له مشال ريډيو سره په خبرو کې ددي اصطلاح وضاحت داسې کړی دی.

((دا يوه اصطلاح ده چې په نړۍ کې هيوادونه د غوره هيواد تړونونه لاس ليکوي او دا مراعات ورکوی د دي مطالب دا دی چې په پاکستان کې له کاټنه جوړ شوي [شیان] که هند ته ځي نو هند به پری ټیکس يا ډيوټي نه لګوي. نو هغه به په هند کې ارزانه خرڅېږی او د پاکستان صنعت به وده کوي.))

د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي
د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي
که څه هم په اروپايي هيوادونو کې اقتصادي پرمختګ لپاره هيوادونه يو بل ته د غوره هيواد درجه ورکوي خو په جنوبي اسیا کې د پاکستان او هند ترمنځ د پېچلو اړيکو له کبله له يو بل سره تجارت نه کوي.

په لاهور کې د پاکستان د مالي چارو پخوانی وفاقي وزير سر تاج عزيز وایي چې هند، پاکستان ته د غوره هيواد درجه ورکړې وه خو پاکستان داسې نه وو کړي.

(( په دې کې موږ هند د دې غوره هيواد د له ګرځولو [و ایسته]، ځکه چې اړيکي پېچلي شوي ول. هند موږ ته د غوره هيواد درجه راکړې وه خو موږ ورته نه وه ورکړې. او تجارت د معمول مطابق نه وو خو بنديزونه پر وو. په دې کې دا بنديز هم وو چې د دواړو هيوادونو ترمنځ ازاد تجارت نشي کېدای او د ځېنو څيزونو د ليږدولو ازادي وه))

د پاکستان او د هند ترمنځ په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ د ترهګرۍ تر پېښو وروسته سفارتي او تجارتي اړيکي پرې شول. خو تېره مياشت د پاکستان د تجارت وفاقې وزير مخدوم امين فهيم د هند سفر کړی وو او د دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو بيا پر ځاې کولو خبرې شوې وې.

د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز
د پاکستان د مالي چارو پخوانی وزیر سرتاج عزیز

د خزاني پخواني وفاقی وزير سر تاج عزيز وايي چې په دې خبرو کې دواړو خواوو د تجارت په ترځ کې يو بل ته په اسانتياوی ورکولو سلا شوي دي.

((د وزيرانو خبرې اترې شوې وې او په دې کې دا فيصله وشوه چې دا څيزونه له ډېری مودې راهیسي د خنډ ښکار دي نو اوس پکار ده چې د معمول مطابق تجارت روان شي. نو پکار ده چې هند ته د غوره هيواد درجه ورکړو او هغوی موږ ته د يورپ چې څه رعايت راکوي نو پر هغي به اعتراض نه پشا شي نو موږ ته به اسانتياوې ملاو شي.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزيرې قامي اسمبلۍ ته ويلي چې هند ته د ټولو غوره هيواد درجه ورکولو اصولي فيصله شوې ده.

په نوي ډيلی کې د اقتصادي او سياسي چارو کارپوه سوشانت سرن له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي د پاکستان مشکل په اصطلاح کې دی چې ايا څنګه هند ته د غوره هيواد درجه ورکړل شي، خو د اقتصادی ستونزو له کبله پاکستان مجبوره شوي دي.

په نوي ډیلي کې د مالي او اقتصادي چارو کار پوه سوشانت سرن
په نوي ډیلي کې د مالي او اقتصادي چارو کار پوه سوشانت سرن
((د پاکستان لپاره په دې کې يوه ستونزه د اصطلاح ده. زما په فکر په پاکستان کې هند ته د غوره هيواد درجه ورکول به خوښ نه کړل شي، او د منلو وړ هم نه ده. خو اوس کيدای شي د پاکستان اقتصادي او مالي مجبوريانې زياتې شوې دي نو د خپلو ګټو لپاره یې دا خبره محسوسه کړه چې د غوره هيواد درجه هند ته ورکړل شي.))

په اقتصاد کې د غوره هيواد درجه ورکولو يو مطلب دا هم دی چې له بل هيواده هر يو شی راوړل شي خو د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي په دې نظر دی چې پاکستان په دې کې هم لانجه کوي.

((پاکستان چې د نور کارونو په شان په غوره هيواد ګرځولو کې هم له دوکې نه کار اخلي. او هغه دا چې يو منفي لسټ یې جوړ کړی دی چې تاسو به دا، دا څيزونه رالېږئ او که هغه تاسو راوليږئ نو ټيکسونه به پر لګوو، له دې سره دوی خپل ټول کار خراب کړی دی.))

هند ته د غوره هيواد درجه ورکولو سره پاکستان ته څه ګټي رسيدلی شي د خزانی پخواني وفاقی وزير سر تاج عزيز وايي:

((ښکاره خبره ده چې هند سره به تجارت نور هم زيات شي. دواړو ته ګټه ده زموږ تجارت به هغه وخت زياتېږي چې هغوی کله غير مالی خنډونه لری کړی؛ او که چری په دې خبره کې پرمختګ کېږی نو زموږ برامدات هم زياتېدای شي او هغوی هم برامدات کولای شي. دا هر څو په لومړیو پړاونو کې دي او له وخت سره به معلومېږي چې څومره ګټې دوی ترلاسه کوي))

بيا د اقتصادي چارو کار پوه اکرام هوتي پاکستان ته د ګټو په اړه څه داسي وايي: ((دا د ټيکسونو او د ډيوټيانو بوج په ولس کموي. مثلاً په پاکستان کې دوايی ډېره ګرانه ده، که له هنده راشي او د غوره هيواد لاندی پر هغې ټيکس يا ډيوټي نه وي نو په پاکستان کې ناروغان دا په ارزانه بيه اخستای شي.))

هم دغه پوښتنه چې ايا هند ته د غوره هيواد درجه ورکولو سره هند ته څه ګټې رسيدای شي او که نه؟ نو د هند د اقتصادی چارو کار پوه سوشانت سرن وايي:

((د تجارت په ترځ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ تفريقي رژيمونه او پاليسۍ دي او مالی او غير مالی خنډونه به تر ډيره حده لری کړل شي، چي څنګه تاسو د غوره هيواد درجه ورکوئ نو تاسو به د سوداګری په نړيوال سازمان کې د نور هيوادونو په شان رامخې ته شئ. تاسو چې د يو بل پر ضد امتيازي سلوک کوي؛ هغه به بند شي او له دې سره به تجارتي اړيکو کې ثبات راشي. او له دې سره به تجارت وده ومومي او تاجرانو ته به په خپل کار کې ډېره زيات مرسته ترلاسه شي.))

د هند او د پاکستان اقتصادی چارو کارپوهان نظر لرې تر هغو چې سياسي اړيکي پرځای شوي نه وي، نو د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارتي اړيکي پرمخ نشي تللای. کار پوهان د پاکستان لخوا دا يو ښه ګام ګڼي خو په دې خبره ټينګار کوي چې دا د فيصلو تر حده پوری نه، بلکي عملي اقدامات غواړي.
XS
SM
MD
LG