د لاسرسي ځای

تازه خبر

دخيبر پښتونخوا ګورنر له راکټي بریده روغ راوتی


د پښتونخوا ګورنر مسعود کوثر
د پښتونخوا ګورنر مسعود کوثر


مجيب الرحمان انګار،پيښور

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي د خیبر پښتونخوا پر ګورنر وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې یې څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې خو پخپله ګورنر ترې روغ وتلی.

د امنيتي چارواکيو د معلوماتو له مخې دا پيښه نن د چارشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې د پښتونخوا په اورکزو ایجنسۍ کې شوېده.

چارواکي وايي ګورنر مسعود کوثر د اورکزو په مرکز کلایه کې په یوه قومي جرګه کې د ګډون لپاره سیمې ته تللی و.

د پاکستان دولتي تلويزيون خبر ورکړی چې د اورکزو په مرکز کلایه کې یوه لویه قومي غونډه جوړه شوې وه او ټاکل شوې وه چې ګورنر مسعود کوثر به ورته وینا کوي خو وړاندې تر دې چې ګورنر دغونډې خیمې ته ورسیږي له نا څرګند لوري تر راکټي برید لاندې ونیول شو.

د پاکستان دولتي تلويزيون په دې برید کې دیوتن د وژل کیدو او شپږو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی خو پخپله ګورنر ته په دې برید کې هیڅ ډول زیان ندی اوښتی.

بلخوا په سیمه کې ازاد خبريال او د ځايي ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال فاروق پراچه چې پيښه یې له نژدې ليدلې له سیمې د تلیفون پر لیکه مشال ریډیو ته وویل :

په ټپيانو کې د لیويز امنيتي ځواکونو دوه تنه سرتیري،دوه ډاکتران،یو د ځايي تعلیمي ادارې مشر او بل یې د زراعت او مالدارۍ د ځايي ادارې مشر دی خو د وژل شوي په اړه لا څه معلومات په لاس کې نشته. خو دا چې د هلیکوپټر نژدې هرچا ته یا قومي مشرانو ته د ورتګ اجازه نه وي نو ځکه یواځې همدغه لوړپوړي ځایي سرکاري چارواکي چې د ګورنر هرکلي ته ولاړ و زخمیان شوي

نوموړی وايي،که څه هم دا یوه قومي غونډه وه او په سلګونو قومي مشران د غونډې په تالار کې ناست وو خو دا چې راکټونه له تالاره یو څه لرې د هلیکوپتر پرځغللیکه ( رنوې) لګیدلي نو ځکه قومي مشرانو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی

د فاروق په خبره په ټپيانو کې پر نورو سربیره د ګورنر دوه تنه ساتونکي هم شامل دي .

اورکزۍ د پاکستانه یوه له هغو قباییلي سیمو ده چې ویل کیږي په پراخه کچه پکې د وسله والو طالبانو بیلابیلې ډلې فعالې دي،امنيتي ځواکونو څو ماشتې وړاندې په کوز اورکزو کې د دغو ډلو پرضد پوځي عملیات ترسره کړل چې د پوځ په خبره ډیری برخې یې پاکې کړي دي.

بلخوا ازادې سرچینې ادعاکوي چې د بره اورکزو ډیری سیمې لا هم د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

تر اوسه چا ددې حملې مسوولیت ندی منلی خو پاکستاني طالبانو په تیرو وختونو کې پر دولتي ځواکونو د ورته بریدونه مسوولیتونه منلي او په راتلونکي کې یې د لا زیاتو او سختو بریدونو ګواښ کړی.
XS
SM
MD
LG