د لاسرسي ځای

تازه خبر

دافغان سولې لپاره دې خبرې له آی اېس آی سره وشي



خان محمدسیند، کابل

افغان چارواکي وایي، دا چې دولت د سولې په اړه د غوره کړو پالیسیو له مخې غواړي چې، له پاکستان سره د مذاکراتو لړۍ نوره هم جدي او پراخه کړي، دا مانا نه لري چې ګواکې وسله وال طالبان له نظره وغورځوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ د سولې په باب د هېواد له ځینو مهمو جهادي، ملي او سیاسي شخصیتونو سره یوه ناسته وکړه.

د سرکاري رسنیو د مرکز مرستیال صفت الله صحاف ساپي په پنجشنبې مشال رادیو ته وویل، دا د سولې د روان بهیر د دوام په اړه یوه مشوراتي ناسته وه او ځیني داسې وړاندیزونه په کې وشول چې هغه له پخوا څخه د دولت په پالیسیو کې شامل وو:

«
دا واقعیت دی، چې پاکستان د افغانستان په سولې کې مرسته کولای شي، مذاکرې ورسره ضروري خبره ده او داسې وسله وال طالبان هم شته چې د حکومت مخالف دی، له دوي سره مذاکرې هم د اهمیت وړ دي،افغان جګړه کورني، سیمه ایز او نړېوال اړخونه لري او دولت هڅه کوي چې ټولو سره مذاکرات ولري

په دې ناسته کې ځینو ګډون والو د سولې روانې هڅې بې نتیجې ګڼلې او ویلي دي چې وسله وال طالبان بې واکه او دا مذاکرات باید د پاکستان له استخباراتي ادارې «ای، اېس ، ای» سره و شي.

د سیاسي چارو پوهان په دې نظر دي چې په وسله والو طالبانو کې داسې ډلې هم شته چې له« ای ، اېس ، ای ، » سره هیڅ اړیکي نه لري خو د حکومت پرضد جنګیږي.

دوی وایي، مذاکرات باید له وسله والو طالبانو او هم له پاکستان سره ترسره شي، د سیاسي چارو کارپوه زبیر شفیقي وایي:

«
زه د جهادي مشرانو خبره تاییدوم، خو پر دې تاکید کوم چې ځیني طالبان شته چې د ای ، اېس ، ای نوکران نه دي باید له دوی سره مذاکرې وشي

خلک وایي، د افغانستان په جنګ کې یوازې طالبان نه بلکې ډیرې بهرني کړۍ لاس لري، پکار ده چې د مذاکراتو لړۍ نوره هم پراخه شي، د کابل ښار یو اوسیدونکی وايي:

«
هر مخالف چې سولې مذاکراتو ته وفاداره وي، باید خبرې ورسره وشي او سولې ته را وغوښتل شي، خو که پاکستان وغواړي همدا په هېواد کې سوله راتلای شي

له پاکستان سره پر پراخو مذاکراتو تاکید، له هغې ورځې زیات شو چې د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس استاد برهان الدین رباني د سپتمبر په شلمه د ده په کور کې په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شو.

د ده د جنازې په مراسمو کې د حکومت مخالفو سیاستوالو په تندو احساساتو د سولې د عالي شورا فعالیتونه بې نتیجې وګڼل او ویي ویل، سره له دې چې دولت تل د سولې لپاره وسله والو طالبانو ته وړاندیزونه کړي خو هغوي یي پرضد عمل کړی دی، خو حکومت وایي چې د سولې روان بهیر ته به دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG