د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کردېز کې چاودنې ۳ تنه وژلي دي


د پکتیا چارواکي وايي، د ولایت مرکز ګردیز لودیځ ته د شکر خیلو په سیمه کې نن سهار د سړک غاړې یوې بمي چاودنې د ملي امنیت د یوه کارکوونکي په ګډون درې کسان ووژل.

د پکتیا د ملي امنیت د ادارې مشر اختر محمد ابراهیمي وايي، په برید کې د دوی کارکوونکي په نښه شوي، چې نوموړی له دوو ملکي کسانو سره په کې ووژل شو.

ابراهیمي ونه ویل، چې د ملي امنیت وژل شوی کس په کوم پوست کار کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG