د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې سره د اټومي بټیو په اړه خبرې کوو: احمدينژاد


د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي چې په هېواد کې د انرژۍ لپاره د نورو اټومي ري ایکټرونو د جوړولو په برخه کې له روسیې سره خبرې اترې کوي.

د ایران د توانايۍ د بوشهر نومي بټۍ د روسیې یوه شرکت جوړه کړې ده. په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي شورا په غونډه کې د ګډون پر مهال ایراني ولسمشر وویل چې هېواد یې د انرژۍ په برخه کې نور ۱۹۰۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه، ایران له روسیې سره د ګاونډیتوب اړیکي لري او ګاونډیان باید هرو مرو دوستان وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG