د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل برید وروسته، د امريکا پاکستان اړیکي


د افغانستان په پلازمينه کابل کې تيره اونۍ د طالبانو له لوري د امريکا پر سفارت د بريد وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې يو ځل بيا په داسې حال کې نورې خرابې شوېدي چې امريکا له پاکستان د حقاني شبکې پر ضد د پريکنده عملياتو غوښتنه تکرار کړېده.


د واشنګټن پوسټ تازه رپورټ د امريکايي چارواکو حواله ورکوي چی د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا له خولې ډير په ښکاره وايي، پاکستان بايد اوس پوه شي چی د ترهګرو پر ضد کاروايانو کې ورسره نور د خوښی لار پاته شوې نه ده.


ددې ترڅنګ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې يوې دستورې ته د وينا پر وخت د سي آی اې مشر ډېوډ پېټرياس ويلي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ايس آی له مودي راهيسې د جګړه مارو ډلو له لارې خپل سياست ته دوام ورکړی خو اوس به په سټراټيجيکه توګه له دې جنګي ډلو څخه ځان ليري کوي.


دامريکايي چارواکو تندې خبرې په افغانستان کې د سولي د عالي شوری د مشر برهان الدين رباني تر وژني له مخه کړي دي.


که دې ټولو پر مختګونو ته و کتل شي نو داسې بریښي چې د ترهګری ضد جګړې او د افغانستان حالات د سيمې په تيره بيا د پاکستان او امريکا د اړيکو تصوير بدل کړی دی.

د مشال تر رڼا لاندي بحث کې هم دغه نوې منظر نامه له کارپوهان سره څيړو. د قبایلي سیمو د چارو کارپوه بريګيډيیر ريټایرډ اسد منير، د پاکستان پخوانی ډپلوماټ آياز وزير او د افغانستان د چارو کارپوه آياز خان د بحث ميلمانه دي. کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.

د کابل بریدونو وروسته د امریکا پاکستان تعلقات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG