د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ځانمرګي برید مقدمه د ناارامیو خورونکو پر ضد


د پاکستان د کراچی په ښار کې د پوليسو د پلټونکې ادارې سي آی ډي ایس پي چودهري اسلم، پر خپل کور د شوي ځانمرګي بريد مقدمه په هیواد کې د نا آراميو خورونکو عناصرو پر ضد درج کړېده .

د چودهري اسلم پر کور په بريد کې د يوې ښځی په ګډون اته کسان وژل شوي وو.د جنوبي کراچی د پوليسو مشر کمانډر شوکت علي مشال ريديو ته وويل چي چودهری اسلم په بيلا بيلو برخو کې د ناآرامی خورونکو عناصرو پر ضد کاميابه کارواياني کړي او ځيني يي نيولي هم دي.

شوکت علي زياته کړه چودهري اسلم په خپل ايف آی آر کې هم ددې عناصرو په بريد کی د لاس درلودلو تور لګولی دی.تر اوسه د بريد په تړاو هيڅوک نه دي نيول شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG