د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان :۱۴ مشکوک کسان نیول شوي



د پاکستان په قبایلي سيمه جنوبي وزيرستان کې چارواکي وايې د لټون په عملياتو کې يې څوارلس مشکوکه کسان نيولي چي په کې اوه بهرنيان هم شامل دي.

د پولټيکل ايجنټ له دفتره جاري شوی بيان وايي دا عمليات نن سهار وختي د وچي خوړي په سيمه کي وشو چي په کي دوه ټرکه وسله هم ونيول شوه.

په خپاره شوي بیان کې راغلي چې په نیول شویو کې اوه تنه مسود،دوه پنجابیان او او اوه بهرنیان شامل دي.

چارواکي دعوی کوي چي نيول شوې وسله بلوچستان او سند صوبې ته وړل کیده.

نیول شوي کسان د لانورو پوښتنو ګروږنو لپاره د امنیتي ځواکونو چاوڼۍ ته وړل شوي دي. او راپورونه وايي چې په نیول شویو کسانو کې دوو هغو کورونه هم د امنیتي ځواکونو لخوا نړول شوي دي.

په سیمه کې یوه ځايي خبریال ویلي چې نیول شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان سره اړه لري خو د طالبانو لخوا په دې باب څه نه دي ویل شوي.
XS
SM
MD
LG