د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبې وزیرستان کې ۱۴ مشکوک کسان نیول شوي


د پاکستان په قبایلي سيمه جنوبي وزيرستان کې چارواکي وايې د لټون په عملياتو کې يې څوارلس مشکوکه کسان نيولي چي په کې اوه بهرنيان هم شامل دي.

د پولټيکل ايجنټ له دفتره جاري شوی بيان وايي دا عمليات نن سهار وختي د وچي خوړي په سيمه کي وشو چي په کي دوه ټرکه وسله هم ونيول شوه.

چارواکي دعوی کوي چي نيول شوې وسله بلوچستان او سنده صوبې ته وړل کیده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG