د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د سیلاو ځپلو لپاره م.م د مرستو غږ کړی


سیلاونو په سیند صوبه کې لوی تاوان اړولی دی
سیلاونو په سیند صوبه کې لوی تاوان اړولی دی
ملګرو ملتونو د د پاکستان د سېلاو ځپلو لپاره د ۳۵۷ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د سېلاوونو له کبله په لکونه کورونو او پر میلیونونه اېکړه ځمکه ولاړو فصلونو ته تاوان رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو ویانده حمیرا محبوب وايي دا پیسې به په سېلاو ځپلو سېند و بلوچستان صوبو کې، تر راتلونکو شپږو میاشتو، پر له پینځو میلیونو زیاتو کسانو لګول کېږي.

ملګري ملتونه وايي شا و خوا د سېند په هره ضلعه کې او د بلوچستان په ضلعو کې هم سېلاو راغلی دی.

په دې سېلاو کې ۳۴۲ کسان وژل شوي او ۶۰۰ ژوبل شوي دي. په سېند کې سېلاو ۶۶۵۰۰۰ کورونو ته تاوان رسولی دی او ۱.۸ میلیونه خلک یې بې کوره کړي دي.
XS
SM
MD
LG