د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یونان کې مالي بحران نور ژور شوی


د یونان وزیر اعظم جارج پاپاندریو د خپل هېواد د ژورېدونکي مالي بحران د هواري په ترځ کې امریکا ته خپل سفر منسوخ کړی دی.

پاپاندریو د ملګرو ملتونو د عمومي شورا او د پیسو د نړیوال صندوق آی ایم ایف په غونډو کې د برخه اخیستو لپاره امریکا ته سفر کاوه. خو چارواکي وايي، هغه پرېکړه کړې ده چې یونان ته ستون شي چې د هېواد د حکومتي پور د بحران په اړه پوښتنې ځواب کړي.

یوناني رسنۍ وايي پاپاندریو دا پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د فرانسې د مالي چارو له وزیر ایوانګیلوس ویني زېلوس سره یې مشورې وکړې. رپورټونه وايي یونان له داسې پوښتنو سره مخامخ دی چې ایا له بحرانه د ژغورنې او رغاونې لپاره له اروپايي ټولنې او د پیسو له نړیوال صندوقه د اته اربه یورو تر لاسه کولو لپاره یې شرایط پوره کړي دي او که نه؟


یونان ته دوه د ژغورنې پیکېجونه ورکړل شوي دي چې یو یې ۱۰۹ اربه او بل یې ۱۱۰ اربه یورو دی خو مخکې باید د کفایت شعارۍ ګامونه عملي کړي، او په هېواد کې د ګټې د تر لاسه کولو لپاره ګامونه واخلي او پیسې تر لاسه کړي چې پر پورونو د دېوالیه کېدو مخه ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG