د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون الوتکو دوه مشکوک اورپکي وژلي


په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ډرون بریدونه د اورپکو پر وړاندې یوه موثره وسله ګڼل کېږي
په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ډرون بریدونه د اورپکو پر وړاندې یوه موثره وسله ګڼل کېږي
مجيب الرحمان انګار،پيښور

پاکستاني چارواکي وايي، مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په شمالي وزیرستان کې دوه تنه وسله وال جنګيالي وژلي.

د شمالي وزیرستان په مرکز میرام شاه کې یوه سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې بې پيلوټه الوتکو د اتوار په ورځ قضا ماښام د میرعلي په خیسوره سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان چې پر یوه موټر سايکل سپاره وو په نخښه کړل او په ټک یې ووژل.

خیسوره د دې اجنسۍ د دویم لوی ښار میرعلي جنوب لورته په دوه کلومټرۍ کې واقع کلی دی چې له دې وړاندې هم پرې ورته بریدونه شوي.

بې پيلوټه الوتکو په داسې حال کې پر شمالي وزیرستان برید کړی چې امريکایانو په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې پيښې لسم تلین لمانځلی.

دغه چارواکي وژل شوي کسان وسله وال اورپکي بللي خو د پېژندګلو په اړه یې بې خبري ښودلې. بلخوا یوې بلې ځايي سرچینې مشال راډيو ته وویل چې په وژل شويو کې یوتن د القاعده ډلې او بل ځايي وسله وال طالب و.

دغه سرچینه د پيښې د عیني شاهدانو له قوله ادعا کوي چې ځايي کس اعجاز نومیده خو د دویم په اړه یواځې دومره ویل شوي چې بهرنی او په القاعده ډلې پورې یې اړه لرله.

خو سرکاري سرچینو یا پخپله وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه ندي ویلي.

بې پيلوټه الوتکو په داسې حال کې پر شمالي وزیرستان برید کړی چې امريکایانو په نیویارک کې د سپټمبر د یوولسمې پيښې لسم کالیزه لمانځله.

لس کاله وړاندې پر دې ورځ څو تنو له سپرلیو ډکې دوه الوتکې د امريکا له لوړپوړيزو ودانیو سره وجنګولې او تر درېیو زرو ډیر خلک یې ووژل.

هغه مهال القاعده ډلې ددې حملو مسوولیت ومانه او په راتلونکي یې پر امريکايي اهدافو د ورته او تر هغه هم د سختو حملو ګواښ وکړ.

تر دې پيښې یواځې څو میاشتې وروسته د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو د سختو بریدونو په نتیجه کې په افغانستان کې طالبانو خپله واکمني وبايلله او د القاعده ډلې په زرګونو وسله وال قبایلي سیمو ته وتیښتېدل او ویل کیږي چې ډیری یې په وزیرستانونو کې دیره شول.

که څه هم د پاکستان پوځ د القاعده او پاکستاني طالبانو په لومړني مرکز یعنې جنوبي وزیرستان کې وسله وال عملیات ترسره او په دغه سیمه کې یې ددې ډلو زور مات کړ خو د لويديځو هیوادونو او رسنیو د راپورونو له مخې اوسمهال دا ډلې په شمالي وزیرستان کې ګڼ شمير مرکزونه لري او لا هم په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو لپاره لوی خطر ګڼل کیږي.
XS
SM
MD
LG