د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې خبریال وژل شوی دی


رپوټونه وايي چې په عراق کې هغه خبریال وژل شوی دی چې پر حکومت یې د نا سمو خدمتونو نیوکې کړې وې او تور یې پوری کړی وو چې دی عراقي پوځ ځورولی دی.

دېرش کلن خبریال هادي المحدي د بغداد په یوه ریډیو کې یوه اونیزه خپرونه درلوده په کوم کې چې نوموړي پر حکومت د ښو اوبو ، برېښنا او نورو ولسي اسانتیاوو ورکولو لپاره ږغ کړی وو. پولیسو د هغه د وژل کېدو پخلی کړی دی. خبریال هادي المحدي له ټولنیزې ویب پاڼې فېس بک څخه هم د دې لپاره کار اخیستی وو چې د هرې جمعې په ورځ احتجاجونه جوړ کړي. نوموړی له هغو څلورو خبریالانو څخه وو چې ویلي دوی په فروري میاشت کې له حکومت ضد لاریونه وروسته پوځي تښتولي وو. ده ویلي ، سترګې یې ورتړل شوې وې ، په اوبو کې نیول شوی او د برېښنا کرنټونه ورکړل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG