د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکوټې ځانمرګي بریدونو :وژل شوي ۲۶ او ژوبل ۵۰


په کوټه کې د پرونيو دوو ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې د وژل شوو شمېر شپږ ویشت ته رسېدلی دی. په دې پېښه کې تر پنځوس زیات کسان ټپي شوي هم وو.

بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې پېښه کې له اغېزمن شوو کورنیو سره غمرازي ښودلې ده او ویلي یې دي چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په جګړه بوخت دی.

د یاد شوي وزارت ویاندې ویکټوریا نولېڼد په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال وویل.

ً پاکستان له کلونو راهیسې له کورنيو ترهګرو حالاتو سره په جنګ دی . او زما په فکر د آی ایس آی له خوا د اونۍ په پای کې د القاعده د پاته لوړپوړو غړیو څخه د یوه مهم هغه نیول یې دا په ډاګه کوي چې دوی په دې جګړه کې دي او ښه کلک جنګیږي. او دا یو ګران کار دی ، د نړۍ د نورو سیمو په پرتله په پاکستان کې ترهګرو ډېر خلک وژلي دي ً .

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په کوټه کې یې د القاعده شبکې د نړیوالو عملیاتو له مشر یونس الموریطاني سره دوه نور لوړپوړي کسان عبدالغفار الشامي او میسره الشامي هم ونیول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG