د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې څلور سمګلران غرغره شوي


ایران په جنوبي ښار کرمان کې د نشيي توکیو څلور سمګلرانو ته د پهانسي سزا ورکړې. د شرغ په نامه ورځپاڼې دا رپورټ ورکړی دی.
د ای ایف پي خبري اژآنس تر مخه د دې سره په ایران کې د هغه کسانو شمېر یو سل څلور اتیا ته رسېدلې چا ته چې سږ کال پهانسي ورکړل شوې.

د ایران میډيا تېر کال د پانسي شوي کسانو شمېره 179 یو سل نهه اویا ښودلې وه خو بیا د بشري حقونو نړیوالو ادارو په خبره دا شمېره په اصل کې د دې نه زیاته وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG