د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د القاعده درې مهم غړي نیولي


د پاکستان پوځ وايي د استخباراتي عملیاتو پر مهال یې د القاعده درې مهم مشران نیولي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو د دفتر پر ویبپاڼې په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي د القاعده یو مهم قوماندان یونس الموریطاني نومېږي. د آی ایس پي آر له وینا سره سم، دا کس د نړیوالو عملیاتو د پلان کولو او عملي کولو مسوول وو. بیان وايي موریطاني پخپله د القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن د دې لپاره ټاکلی وو چې په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې د اقتصادي ارزښت اهداف په نښه کړي. په دې کې د ګیس او د تېلو پایپلاینونه، د برېښنا جوړونې ډیمونه، او پر تېل وړونکو بېړیو او ټانکرو بریدونه کول شامل دي. د پاکستان پوځ وايي په دوو نورو نیول شویو کسانو کې عبد الغفار الشامي چې د بچار چمه او میسره الشامي چې د مجاهد امینو په نوم پېژندل کېږي هم نیول شوي دي. آی ایس پي آر وايي دا درې واړه کسان د بلوچستان د مرکز کوټې له شا و خوا نیول شوي دي. د پاکستان پوځ زیاتوي په دې عملیاتو کې ورسره د امریکا استخباراتي ادارو او د بلوچستان د فرنټیر کور امنیتي ځواک هم مرسته کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG