د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حسني مبارک د مقدمې اورېدنه شوې ده


د مصر د پخواني واکمن حسني مبارک د مقدمې اورېدنه په قاهرې کې روانه ده.

۸۳ کالن مبارک د ننۍ اورېدنې لپاره په کټ کې راوړل شو. دا د هغه د مقدمې درېیمه اورېدنه ده. د نوموړي پر ضد روانه مقدمه د اګست په درېیمه پیل شوې وه. مبارک تر ۳۰ کالونو پر مصر واکمن وو. پر نوموړي د درغلۍ او د سلګونه مظاهره چیانو په وژنې کې د ککړتیا تورونه دي چې دی يې ردوي. د نوموړي پر ضد د پاڅون په نتیجې کې ده د فبرورۍ په میاشت کې له خپلې دندې استعفا ورکړه. نن د لوړ پوړو پولیسانو ګواهۍ اورېدل کېږي چې مالومه کړل شي چې پر مظاهره چیانو د ډزو امر چا ورکړی وو. د نورو اورېدنو پرتله ننۍ هغه پر ټیلي ویژن نه ښودل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG