د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مبارک د مقدمې اورېدنه


د مصر د پخواني واکمن حسني مبارک د مقدمې اورېدنه پیل شوې ده.

دا د مبارک د مقدمې درېیمه اورېدنه ده چې پر د درغلۍ او د پاڅون پر مهال په مظاهرو کې د خلکو په وژنه کې د ککړتیا تورونه دي. د خلکو د پاڅون له کبله په فبرورۍ کې نوموړي دنده پرېښوده. د مبارک لپاره د ملاتړ په توګه له کویته ۱۰ وکیلان قاهرې ته ورغلي دي. یوه وکیل محمد نصیر العجمي خپل دلیل ورکړ چې ولې د وکیلانو ډلې ته ور ګډ شوی دی: ((له پخواني ولسمشر حسني مبارک سره زموږ ودرېدل د شخصي وجوهاتو پر اساس دی چې موږ یې ورسره شریکول غواړو. په ۱۹۹۰ز کال کې پر کویت د قبضې پر مهال د هغه دریځ داسې یو دریځ وو چې په ريښتیا به یې هیڅ کویتی هېر نه کړي. دا عموماً د مصر دریځ وو.)) ۸۳ کالن حسني مبارک چې پر مصر یې ۳۰ کاله واکمني وکړه، د تورونو له منلو انکار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG