د لاسرسي ځای

تازه خبر

الجزایر د قذافي کورنۍ ته د پناه ورکولو ملاتړ کړی


د الجزایر وزير اعظم د معمر القذافي د کورنۍ غړو ته د پناه ورکولو په خاطر د خپل هیواد د پریکړې ملاتړ وکړ او دا یې د بشرپالنې اقدام بللی .

د الجزایر وزيراعظم زياته کړه چې د قذافي د کورنۍ غړي د دوي تر څارنې لاندي دي .بل پلو، د لیبیا لنډمهالې ملي شورا چې په لیبیا کې د عبوری حکومت مشري کوي د الجزایر ددې پریکړي غندنه کړی .

د لیبیا د پخواني مشر معمرالقذافي میرمن ، د هغه لور او دوه زامن د اګسټ د میاشتې په ۲۹ الجزایر ته تښتیدلي وو .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG