د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیچنیا په سر ښار ګروزني کې په دوه ځانمرګي بریدونه شوې .


د چیچنیا په سر ښار ګروزني کې په دوه ځانمرګي بریدونو کې د 7 پولیس والؤ په ګډون اته کسان وژل شوي دي.

د پولیسو سرچینو انټرفیکس خبري اژانس ته ويلي یو ځانمرګي بریدکونکي هغه وخت ځان والوځولو کله چې پولیس هڅه کوله دې و نیسي. دویمه چا،دنه هغه وخت وشوه کله چې په موقع پولیس او خلک جمع شو او یو بل ځانمرګي برید کونکي ځان والوځولو.

په دې پيښه کې 22 کسان ژوبل هم دي چې د روجې د میاشت ختمیدلو سره د پارلیمان د ودانۍ سره نیږدې دغه برید شوې
د چیچنیا مشر رمضان کادیروف ویلي، دې غل د مسلمانانو په تر ټولو مقدسې ورځ د دغه برید کولو هڅه کړې او دغه ورځ یی ورله د تیرو ډکه کړه .

تر اوسه چا د برید پړه په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG