د لاسرسي ځای

تازه خبر

یاغیان د قذافي ډ پلرني ټاټوپي ټه خوځېږي


په لیبیا کې د یاغیان د معمر قذافي د پلرني ښار سرت په لور ور روان دي.

د یاغیانو یوه قوماندان ویلي د هغه ځواکونه د سرت په ختیځ کې د ۱۰۰ کیلوميټره دننه دي او نور هغه د غرب له لوري پرمختګ کوي.

ناټو وايي جنګي الوتکو یې تېره ورځ پر سرت برید کړی دی. سرت ښار د روم له سمندرګي سره پر غاړه پروت دی. قذافي اوس هم په دې سیمه کې ملاتړ لري او دلته شا و خوا یو لک کسان اوسي.

شنونکي وايي د دې سیمې نیول په ستراتیژیکي او علامتي ډول د یاغیانو لپاره مهم دي چې خپل بری ټینګ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG