د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې برید، درې سرتېري وژل شوي


چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې د راکټونو په یوه برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۲۵ ژوبل شوي دي.

رپورټونه وايي څلور راکټه د شمالي وزیرستان پر مرکز میرام شاه توغول شوي دي. برید د پوځیانو پر یوه کیمپ شوی دی. برید پر داسې مهال شوی دی چې امنیتي سرتېرو د ازادۍ د ورځې په مناسبت د پرېډ تیارۍ کولی. یو چارواکی وايي پینځه ژوبل شوي سرتېري په خراب حالت کې دي.
XS
SM
MD
LG