د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونو مشکوک وسله وال وژلي


مشکوکو امریکايي بې پایلټه الوتکو د شمالي وزیرستان د میرام شا په ګورا قبرستان سیمه کې د مشکوکه اورپکو په پټن ځایونو د توغندیو په برید کې د چارواکو په وینا په ترڅ کې لږ تر لږه شل وسله وال وژلي دي.

دابرید د شپې د دوه بجو پرمهال شوی دی. د پاکستاني استخباراتي ادارې او په سیمه کې د پولیټیکل ایجنسۍ چارواکي پېښه تاییدوي ، دوی وايي وژلو شويو کسانوکې د حقاني اورپکې ډلې کسان او بهرني اورپکي هم شامل دي .

په اګست میاشت کې په شمالي وزیرستان د بې پایلټه الوتکو دادریم برید دی چې ترسره کیږي.

په افغانستان کې دېره نړیوال ځواکونه ادعا کوي چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د سراج الدین حقاني ډله، القاعده ډله،چیچن ،ازبک او تحریک پاکستان وسله وال اورپکي له پولې پورې غاړه په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG