د لاسرسي ځای

تازه خبر

غورځېدلی هېلي کوپټرد یوطالب مشر نیولو ته روان وو


نا ټو وايلي د خالي په ورځ په وردګ ولایت کې د هیلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي ۳۰ امریکايي او اووه افغان سرتېري د يو طالب مشر نيولو لپاره روان وو.

ناټو په خپل بيان کي وايي دغه طالب مشر د ميدان وردګ ولايت په تنګي دره کي د عملياتو لپاره ذمه وار وو.

بيان زياتو ي داسي رپورټونه دي دغه هيلي کاپټر چي د خالي په ورځ يي امريکايي او افغان ځواکونه د نښتي ځايي ته رسول ، يو وسله وال په ميزايل باندي ويشتلي دي.

بلخوا د امريکا د دفاع وزارت وياند ډيو ليپن د دا قسمه انديښنو د لري کو لو هڅه کړي چي ګني طالبان بيا مضبوط شوي او ويلي یې دي چي دا د خپل نوعيت ځانګړي پيښه ده چي په افغانستان کي د جنګ شورو کيدو وروسته په ړومبي ځل مخې ته راغلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG