د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي عرب د شام د تاو تریخوالي غندنه کړې ده


سعودي عرب ویلي له شامه خپل سفیر وباسي.

سعودي عرب دا کار په شام کې پر حکومت مخالفه مظاهره چیانو د برید و چاپو پر ضد د احتجاج په توګه اخیستی دی. د دې هېواد پاچا عبداله په یوه بیان کې ویلي تاو تریخوالی د منلو وړ نه دی: ((د سوریا چارواکي د دې وړتیا لري چې چټک او هر اړخیزه اصلاحات عملي کړي. د سوریا راتلونکې په دوو لارو کې پرته ده. یا خو به دا پخپله له عقله کار اخلي، او یا به هم دا د ګډوډۍ او تاوان ژورې ته ور غورځېږي.))تر دې ساعتونه مخکې عرب ټولنې په شام کې د قوت د کارولو لومړۍ رسمي غندنه وکړه. عرب ټولنې تېره ورځ په شام کې پر تاو تریخوالي د زیاتېدونکې اندېښنې څرګندونه وکړه. د حقونو فعالین وايي، د یکشنبې په ورځ په شام کې، لږ تر لږه ۵۹ کسان هغه مهال ووژل شول چې حکومتي ټانکونو د مخالفینو تر ولکې لاندې پر سیمو حمله وکړه. رپورټونه وايي شا و خوا ۲۰۰ حکومتي ټانکونه، د هېواد په ختیځ کې د دیر الزور او په مرکز کې د هومز ښار ته تللي دي. همدا مهال، حکومتي قواو په حما کې هم خپل ګرفت ټینګ کړی دی. دا ښار هم د مخالفینو د فعالیت پخوانی قوي مرکز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG