د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برېتانیا پر اوکراین نیوکې


برېتانیې ویلي دي په اوکراین کې د پخوانۍ وزیر اعظمې یولیا تېموشینکو پر نیونې زښته اندېښمنه ده.

برېتانیې خبرداری ورکړی دی چې د تېمو شینکو نا مناسبه مقدمه به د اوکراین اړیکي له اوروپايي ټولنې سره خراب کړي. تر دې مخکې د هېواد په پلازمېنه کییف کې د امریکا سفارتخانې پر اوکرایني چارواکو غږ وکړ چې یولیا تېمو شینکو دې په سمدستي ډول خوشې کړي. تېمو شینکو هغه مهال ونیول شوه چې نوموړې د خپلې یوې مقدمې لپاره په عدالت کې وه. نوموړې د عدالت د سپکاوي په تور نیول شوې ده. د اوکراین یوې حکومتي وکیلې فرولووا د جمعې په ورځ، په دې اړه خبریالانو ته وویل: ((قاضي کرېویو په بیا بیا ویلي دي چې تیمو شینکو دې د پروسیجر ضابطو ته پام کوي. هغه دې ته هیڅ پام نه کوي. او په عدالت کې ورکړل شوی حق نا سم کاروي. هغه داسې ټکي کاروي چې د مقدمې د برخوالو د سپکاوي مانا لري.)) تیمو شینکو بیا وايي داسې هیڅ کار یې نه دی کړی.پر نوموړې د واک د ناسم استعمال تورونه دي چې له کبله یې د هغې مقدمه روانه ده.
XS
SM
MD
LG