د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې یو کس اعدام کړل شو


د ایران یوه ورځپاڼه خبر ورکوي چې د هېواد په جنوبي مېناب سیمه کې یو کس د نشه یي موادو د قاچاق په تور په دار شوی دی.

کیهان ورځپاڼه وايي دا کس تېره ورځ وژل شوی دی او د ده د نوم لومړی حرف د انګرېزي ژبې ایچ او د کورنۍ نوم یا تخلص یې ډی دی، مګر پوره نوم نه دی ښودل شوی. د روان کال پر مهال، له دې وژنې سره په ایران کې ۱۷۳ کسانو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
XS
SM
MD
LG