د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د حمزه بابا فوټبال پای لوبه



دخیبر ایجنسۍ په لواړګي سیمه کې د نومیالي شاعر حمزه بابا په نوم له تېرو دوه میاشتو راهیسي روان فټبال ټورنمنټ پای ته ورسیدو.

د د غه ټورنمنټ پای لوبه حمزه شینواري فټبال کلب د خیبر یونین فټبال کلب ته په ماتې ورکولو سره وګټله.

د خیبر سپورټس کلب د عهدیدارانو په وینا په دې ټورنمنټ کې د خیبر قبایلي سیمې په ګډون د خیبر پښتونخواځینو سیمو نه هم د فټبال کلبونو برخه اخیستي وه او دغه لوبه په زرګونه خلکو وکتله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG