د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د حکومتي پور په اړه روانه لانجه ژوره


ه امریکا کې سینېټ هغه بل رد کړی دی چې د ریپبلېکن ګوند لخوا د امریکا د استازو ایوان په لږ اکثریت منظور کړ.

مالیاتو اړونده د دې بل په سینېټ کې نه منظورېدو سره په امریکا کې دا وېره پیدا شوې ده چې دا هېواد د حکومتي لګښتونو لپاره په پیسو ورکولو کې پاتې را نشي. نیو یارک ټایمز ورځپاڼه رپورټ ورکوي چې د استازو د جرګې د مشر جان بېنر د پور بل په جرګې کې د رایې اچونې پر مهال ۲۱۸ رایې په حق کې او ۲۱۰ هغه یې په مخالفت کې تر لاسه کړې. د ریپبلېکن ګوند د جان بېنر لخوا د وړاندې شوي دې بل په مخالفت کې د ریپبلېکن ګوند ۲۲ غړو هم رایې ورکړې دي. تر دې وروسته چې دا بل سینېټ ته لاړ نو هلته په اکثریت کې موجودو ډیموکراټانو دا بل په سمدستي توګه رد کړ. په سینېټ کې د بل د ردولو په حق کې ۵۹ او په مخالفت کې یې ۴۱ رایې واچول شوې. که چېرې د سه شنبې تر ورځې په امریکا کې په دې اړه موافقه را نغله نو ښايي امریکا د لګښتونو لپاره پیسې و نلري او دیوالیه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG