د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه له سېلاو ځپلو سره مرستې کوي.


په پاکستان کې د راغليو خونړي سيلابونو د لومړني کال له پوره کيدو سره سم ملګري ملتونه د دې هيواد سيلاب ځپلوخلکو سره د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنې کوي .

اخوا تیره ورځ په اسلام اباد کې تیرکال په همدې ورځ د خونړیو سیلاونو د تباهې او بیرته بحالې لپاره د مرستو د جاج اخیستلو په مخه غونډه شوې وه چې د م م چارواکو ویل تراوسه پورې د پاکستان له سیلاوو ځپلو سره د ژمنه شویو مرستو اویا په سلو کې برخه دویته رسیدلې ده . د پاکستان د قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې مشر ظفر اقبال ځیني داسې رپوټونه هم ناسم وبلل چې ګڼې سیلاوو ځپلو په بیا بحالې کې لازم کار نه دې شوې. ترکومه چې د تیرکال سیلاوو ځپلو د بحالې خبره ده نوي په سلو کې سیلاوو ځپلي خپلو کورنو ته تللي او یو په سلو کې داسي دي چې مونږ ورته د کورنو په جوړولو لګیا یو د خوراک څښاک او روغتیا په برخه کې مو هم له سیلاو ځپلو سره مرستې کړي دي تراوسه پورې یو هم داسی سیلاوو ځپلې کس نه شته چې د خوراک یا صحی اسانتیا د نشتوالي له امله وژل شوې وي نو معلومیږي چې مونږ مرستې رسولي دي. تیرکال سلاوو کې د دوه زره خلکو د وژل کیدو سربیره ۱۶ لکه خلک بی کوره شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG