د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار د ادارې رپورټ یو اړخیزه دی: اطهر عباس


د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اطهر عباس د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې هغه رپورټ رد کړی دی چې ګوندې د بلوچستان دننه د خلکو د تښتونو تر شا د امنیتي ادارو لاس دی.

له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال اطهر عباس ویلي د بشري حقونو د څار د ادارې رپورټ یو اړخیزه دی. دی وايي په دې اړه له پوځ سره، یا له ایف سي سره نه خبرې شوې دي، او نه هم د رپورټونو د ثبوت لپاره د دوی دریځ مالوم کړل شوی دی. اطهر عباس وايي بلوڅان د پوځ او ایف سي په جامه کې خلک تښتوي او خپلې کار روایۍ کوي. د هیومن رایټس واچ په رپورټ کې ویل شوي، په بلوچستان کې د خلکو د تښتولو په ترځ کې حکومت هم بې وسه ښکاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG