د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سیلاو څپلو سره نړیوالې مرستې کافي نه دي



فرخنده وزیر

برتانوي ورځپاڼه ګارډین لیکي، په پاکستان کې د سیلابونو متاثره خلک اوس هم د ژوند د بنیادی ضرورتونو نه محرومه ژوند کوي، چې ډیرې کورنۍ لا خپل عادي ژوند ته نه دي ستنې شوې.

ګارډین ورځپاڼه کې مارک ټرین لیکي، په پاکستان کې د تیرو سیلابونو یو کال پوره کیږي، خو نړیوالې ټولنې د دغه هیواد سره د شوو لوظونو نه ډیرې لږی مرستې کړي دي.

اسلامک ریلیف چې یوه مرستندویه اداره ده ، نړې ته یې له وړاندې ویلي، چې پاکستان راتلونکو قدرتي آفتونو ته تیار نه دی. په ډیرو ځایونو کې د راتګ راتګ لپاره مناسب بندوبست نشته، خلک د ضرورت بنيادي شیان په اسانه نشي تر لاسه کولی، او په داسې حالاتو کې د فنډ د کمي له وجې ډیرو خلکو په تیر یو کال کې ونکړل شول، چې خپل کورونه بیا اباد کړي.

ملګروملتونو دا خبرداری هم ورکړی دی ، چې په دغه هیواد کې سږ کال ممکنه سیلابونه تر ۶ لکو پورې خلک اغېزمن کولی شي، او زیاتوی باید دې خبرې ته هم پام وشي.

ورځپاڼه د سیلاب ځپلو له خولې لیکي په سیلابونو کې د دوی څاروي او نور د آمدن ذریعي له مینځه تللې ، او له دوی سره څه مرستې هم ونشولې، او زیاتوي سیلابونه راغلل او هیر شول.

ورځپاڼه لیکي، د تیر کال سیلابونو د پاکستان ۱۱ څه باندې یو کروړ او لس لکه خلک د خپلو کورونو نه بې درکه کړل، څه نا څه ۲۰۰۰ کسان پکې ووژل شول،او ۱۷ لکه کورونه دغه سیلابونو تبا کړل.


ګارډین د اسلامک ریلیف لخوا لیکي، د ۱۲ میاشتو تیریدو باوجود هم تر ۸ لکو پورې خلک د بنیادي ضرورتونو لکه خوراک ، صحت، د سر سورۍ او له سکولونو نه محرومه ژوند کوي.


ملګروملتونو دا خبرداری هم ورکړی دی ، چې په دغه هیواد کې سږ کال ممکنه سیلابونه تر ۶ لکو پورې خلک اغېزمن کولی شي، او زیاتوی باید دې خبرې ته هم پام وشي.


فضل الله ویلموټ چې د پاکستان لپاره د اسلامک ریلیف ډایریکټره ده، واېي، د سیند په ګورکي کې په څه سلو کلو کې سیلاب راغلی، چې څه نا څه یو لک خلک یې متاثره کړي دي. او زیاتوی د پنجاب په یو شمیر برخو کې هم د اوبو سطحه د دریو نه تر څلور فوټه پورې رسیدلې.


فضل الله ویلموټ دا هم واېي په ډیرو ځایونو کې خلک د خوراک د کمي سره مخامخ دي، او کیدای شي د سیند صوبې په یو شمیر ځایونو کې داسې صورتحال پیداشي لکه چې په افریقا کې چې ولیدل شو.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان لپاره له سیلابونو وروسته نړۍ هغسې مرستې ونکړې څنګ I چې پکار وې، او زیاتوي، دلته یوه بله مسله دا هم ده ، چې پاکستان د ۲۰۰۹ کال د کوپن هیګن په تړون کې د هغه ملکونو په لیسټ کې نه دی شامل شوی، چې د قدرتي افتونو د راتلولو وروسته ورسره د نړۍ مالدار هیوادونه مرسته کوي.
XS
SM
MD
LG