د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاوېز بیرته هېواد ته ستون شوی دی


د وینېزوېلا ولسمشر هوګو شاوېز په کیوبا کې تر درملنې وروسته خپل هېواد ته تللی دی.

دولتي ټیلي وېژن ۵۶ کالن شاوېز بېګا ښودلی دی چې پلازمېنې کراکس ته را ستون شوی دی. په خپلو څرګندونو کې شاوېز ویلي هغه تر هغه حالته ښه دی چې له هېواده تللی وو. هغه دا هم وویل چې ډاکترانو یې په بدن کې د سرطان حجرې یا خلیې نه دي میندلې. د جون په میاشت کې شاوېز په کیوبا کې د سرطان عملیات کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG