د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تاسې ناروې په ډزو او چاودنو نشئ غلې کولای'


اوسلو: په ناروېژیايي پلازمېنې کې تر چاودنې وروسته ژوبله شوې ښځه. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲مه
اوسلو: په ناروېژیايي پلازمېنې کې تر چاودنې وروسته ژوبله شوې ښځه. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲مه
رپورټ: عبدالحی کاکړ، مشال راډیو

پراګ
- ناروې وايي د جمعې د ورځې تر بریدنو وروسته په هېواد کې د ګواښ سطح نه لوړوي.

د انصاف وزير کنوټ سټوربرګټ نن ويلي چې تر اوسه داسې هيڅ وجه نه ويني چې د خطرې سطح لوړه کړي.

دی وايي دا کار یوه جنوني کس په خپل مټ کړی دی.

تېره ورځ، د ناروې د یوټویا په جزیرې کې یوه کس د خلکو پر یوه ټولي ډزې کړې وې.

تر دې وروسته نن پولیسو ویلي په یوټویا کې د ډزو پر مهال ۸۰ کسان وژل شوي دي.
ناروې وړوکی قام دی، مګر پر ځان ویاړي: وزیر اعظم
هلته په پلازمېنې اوسلو کې د وزیراعظم له دفتر او نورو ودانیو سره نېږدې د یوې چاودنې پر مهال اووه کسان وژل شوي دي.

اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس لیکي په یو ټویا کې د خلکو وژنه د ناروې د تاریخ بدترینه پېښه ده.

د خبري اژانس په لیکنه، د پولیسو په جامه کې یوه ناروېژیايي کس دا کار کړی دی.

د یو ټویا پولیسو لومړی ویلي ول چې په پېښه کې لس کسان وژل شوي دي. خو د شنبې په ورځ بیا د یادې سیمې د پولیسو یوه چارواکي وويل، ډېر وخت یې واخیست چې پوره سیمه وګوري او تر لټون وروسته یې لږ تر لږه ۸۰ وژل شوي کسان ومیندل.

اوسلو: په ناروې کې تر چاودنې وروسته، ۱۷ پوړیزه حکومتي ودانۍ ته زیان ورسېد او په کې اور ولګېد. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲ مه

وسله وال د یو ټویا په ټاپو کې د ځوانانو پر یوه کیمپ ډزې وکړې، او هغه مهال هلته ګڼ شمېر کسان موجود ول.

اسوشي اېټډ پریس لیکي د ډزو له ځایه پولیسو یو ۳۲ کالن کس نیولی دی او ویلي یې دي چې دا سړی په نسلي ډول هم ناروېژیايي دی او د پولیسو په وینا ښايي هم ده ډزې کړې وي.

د ناروې وزير اعظم ستولټن برګ پيښه غندلې او دا يي خونړی او بزدلانه بريدونه بللي دي. نوموړي هوډ څرګند کړی دی چې داسې کسان ناروې نشي ورانولی. د خپلو څرګندونو پر مهال ستولټنبرګ وویل: ((ناروې وړوکی قام دی، مګر پر ځان ویاړي. تاسې موږ په چاودنو نشئ غلي کولای. تاسې موږ په ډزو نشئ غلي کولای.))

د ملګرو ملتونو سر منشی بان کي مون، امريکا، برېتانيه، اوروپايی ټولنې او ناټو دا پېښې غندلې دي.


د مشال راډیو پامیر ساحل هم دې رپورټ کې مرسته کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG