د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې: بریدونه چا کړي دي؟


اوسلو: تر چاودنې وروسته خلک منډې وهي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲ مه
اوسلو: تر چاودنې وروسته خلک منډې وهي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای ۲۲ مه
ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

پراګ
- د برېتانیې فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي په ناروې کې تر دې پېښو وروسته په لومړي ځل دا ګومان کېده چې دا کار سختدریځه اسلامپاله ډلو کړی دی او یا هم د لیبیايي مشر معمر قذافي لپاره کار کوونکې کومې ډلې کړی وي.

دا شک ځکه کېده چې ناروې د ناټو اتحاد غړی هېواد دی او کېدای شي دلته دا کار ځکه شوی وي چې ناروې ته په افغانستان او عراق کې د امریکا په مشرۍ کې د پوځي کیمپېنونو سزا ورکړل شي.

فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي دا شک ځکه هم کېده چې په لیبیا کې د ناټو پوځي کار روایۍ روانې دي.

دا کار یوه جنوني کس په خپل مټ کړی دی.
تر بریدونو وروسته، ولیسو انکشاف وکړ چې یو ۳۲ کالن ناروېژیايي کس یې له دې بریدونو سره د تړاو په تور نیولی دی.

پولیسو ویلي ول دا کس نه یواځې دا چې ناروېژیايي وګړی دی، بلکې په نسلي ډول هم ناروېژیايي دی.

په اوسلو کې یوې کارپوهې سیسلي هیلیست وېت فنانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: ((اوس زیات اثار دا دي چې دې سړي پوځي روزنه هم تر لاسه کړې ده او کېدای شي دا سړی په ناروې کې د نویو ناڅیانو په ماحول کې ور ګډ وي.))

ناڅیان د جرمني د هیټلر د وختونو خلک ول چې په اوروپا کې د خپل ظلم لپاره مشهور شول او غوښتل یې چې د ناڅي ازم نظریه په ټوله نړۍ وتپي. نوي ناڅیان هم دوی ته ورته خلک دي چې په اوروپايي هېوادونو کې وړې یا لویې ډلې لري.

دا به ډېره حیرانوونکې خبره وي چې یوه کس دې دا دوه بریدونه کړي وي.
د ناروې د امنیتي چارو دفتر په دې وروستیو کې ویلي ول چې په هېواد کې دننه سختدریځي به دې ملک ته جدي خطر ولاړ نه کړي. خو دفتر دا هم ویلي ول چې په ۲۰۱۰ز کال کې یې د داسې ډلو د فعالیتونو پراخېدل لیدلي دي.

د هېواد د انصاف وزیر کنوټ سټوربرګټ ویلي دا کار یوه جنوني کس په خپل مټ کړی دی.

خو فنانشل ټایمز ورځپاڼه د ترهګرۍ په اړه د څېړونکو او کار پوهانو له خولې زیاتوي: (( دا به ډېره حیرانوونکې خبره وي چې یوه کس دې دا دوه بریدونه کړي وي.))
XS
SM
MD
LG