د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټن د هند او پاکستان تر منځ په خبرو خوښي ښودلې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د هند سفر به نن پاې ته ورسیږي. نوموړې به نن د هند جنوبي ختيځ ښار چینای بندر ته ځي،چې پکې امریکایي سرمایه کارۍ وده موندلې ده.

د نهې په ورځ میرمن کلنټن د آټومي تړونونو او د امنیت په لړ کې د لا زیاتې همکارۍ په باب د هند د خارجه چارو وزیر ایس ایم کرشنا او د وزیرا عظم من موهن سنګ سره په نوې ډیلي کې خبرې اترې وکړې.

هغې وویل چې د پاکستان او هند تر مینځ د خبرو اترو سلسله بیا بحالیدلو په اړه خوشحاله ده.

هغه وایی ،چې د هند او پاکستان تر مینځ د خبرو اترو روانه لړۍ راته ډاډ راکوي. زه نن د هند د خارجه چارو سیکتر د قومي سلامتیا د سلا کار او د خارجه چارو وزیر سره د خبرو اترو پر مهال په دې لړ کې د شوي پرمختګونو نه خبر شوم. زموږ په فکر دا یوه ښه لاره ده چې دواړه خواوې د یو بل تر مینځ باور ټینګولو ته لا نور و هڅول شي.

له هند وروسته به نوموړې د انډونیشیا په سفر روانیږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG