د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان خپله همکاري نوې کول غواړي



ژباړه:فرخنده وزیر پراګ

امریکاېي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ لیکي، د امریکا او پاکستان استخباراتي ادارې پر دې کار کوي ، چې د دواړو هیوادونو استخباراتي اړیکي بیا بحال شي، او د ترهګرۍ ضد جګړه کې په ګډه کار وکړي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ډیوډ ایګنیشس لیکي، د استخباراتي ادارو په مستقله توګه نه څوک دوستان کیدای شي او نه دښمنان، او دوی یوازې خپلو ګټو ته ګوري.

ورځپاڼه لیکي، څه داسې تعلقات د پاکستان او امریکا د استخباراتي ادارو هم دي. د امریکا یو چارواکي د آی ایس آی د مشر احمد شجاع پاشا او د سي آی اې د قایم مقام ډایریکټر جنرل ماییکل موریل په واشنګټن کې د تیرې اونۍ د خبرو په اړه واېي، دواړو مشرانو پر دی بحث وکو ، چې څنګ د استخباراتي مالوماتو په شریکولو او په ګډه د کار کولو لپاره لارې هوارې کړي.

عایشه صدیقه واېي، د تیرو څه نا څه دوو کالو راهیسې امریکا ته دا شکایت دی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې مخلصه کار نه کوي.

ورځپاڼه د یو پاکستاني چارواکي له خولې لیکي، امریکا او پاکستان غواړي خپل تعلقات د ماتیدو بچ کړي، او زیاتوي یوه غاړه هم نه غواړي، اړیکي ېی د ځنډ ښکار شي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپوهه عایشه صدیقه له مشال ريډيو سره په خبرو کې وویل ، دواړه غاړې د یو بل په کارونو نیوکې او شکونه لري، او د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو وروستو اوس امریکا دا نظر لري پاکستان د ترهګرۍ په ختمولو کې خپل پوره رول نه لوبوي.

عایشه صدیقه واېي، د تیرو څه نا څه دوو کالو راهیسې امریکا ته دا شکایت دی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې مخلصه کار نه کوي.


د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو د مشرانو د لیدلو وروستو پاکستان د سي آی اې کارکونکو ته۸۷ ویزې ورکړې ، چې په دغه هیواد کې به کار کوي. او له دغې وروستو به سي آی اې په پاکستان کې خپل پخواني کار ته بیا راوګرزي، چې د جنورۍ په میاشت کې د ریمنډ ډیوس د نیول کیدو وروستو د ځنډ ښکار شوې وو .

ډیوس په لاهور ښار کې دوه کسان پر دې ووژل، چې د هغه په فکر په ده ېي حمله کوله. د امریکا لخوا د وژل شوو کورنیو ته د خون بها ورکولو وروستو ریمنډ ډیوس امریکا ته واستول شو.

او اوس د دواړو هیوادونو د اړیکو بیا ځای ته د راوستلو لپاره امریکا به د پاکستان سره د کومې کارواېی کولو وړاندې خبرې کوي.

امریکا په آی ایس آی د هغه ډاکټر د خوشې کولو لپاره هم دباو اچوي چې د می د دویمې نیټې وړاندې ی په ایبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن د کورنۍ د مالومولو لپاره یو جعلي ویکسین کمپاین چلولی وو.


د دواړو هیوادونو د اړیکو د خرابیدو یوه بله وجه په پاکستان کې د خبریال سلیم شهزاد تښتول او وژل کیدل هم دي، شهزاد له هغې وروستو ووژلی شو ، چې د می په ۲۲ مه نیټه یې د القاعده د ملاتړو لخوا په کراچۍ کې د سمندري پوځ په اډه په برید کې د پاکستان د پوځ د ناکامی په اړه لیکل کړي وو.

واشنګټن پوسټ لیکی د استخباراتي ادارو کار داسي وې، چې یوازې خپلو ګټو ته ګوري، په ډاګه د بل کار غندي، خو په پټه ورسره ملګرې وي، او دا ځکه چې له تاسو سره بله څه لار هم نه وي.
XS
SM
MD
LG